انصار: ( د کب ۱۷مه)، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د وزارت د مالیې او ادارې مرستیال وزیر او په افغانستان کې د جاپان سفارت د شارژدافیر میکیو ایزاوا ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې، د روغتیا په سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي په اړه بحثونه وشول.
دغه وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د عامې روغتیا مرستیال وزیر له میکیو ایزاوا څخه وغوښتل چې د هېواد د روغتیا سکتور سره د جاپان همکارۍ ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي اعلامیه کې د جاپان سفارت شارژدافیر له قوله ویل شوي چې هغه د افغانستان د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د جاپان د ۵۰۰ زره ډالرو مرستې اعلان وکړ ترڅو په افغانستان کې زیانمنونکو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اداره به د جاپان په ملاتړ سره د روان کال د مارچ له میاشتې څخه د روغتیا پاملرنې خدماتو وړاندې کولو لپاره د ۱۲ میاشتو پروژه پیل کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم ټینګار وکړ چې دا مرسته به د زیان منونکو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د روغتیا خدماتو د وړاندې کولو لپاره ځانګړې شي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر، کوروميا تاکایوشي هم تبصره وکړه چې دا مرسته د ننګونو سره د مبارزې او لومړنيو روغتیايي خدماتو او پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره چمتو شوې ده.
جاپان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري مرستو، روغتیايي ننګونو ته د حل لارې او د پراختیایي پروژو د ملاتړ لپاره د ملیونونو ډالرو مرستې اعلان کړی و.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35110